له کنړ، نورستان، ننګرهار، پکتیا او خوست وروسته په پکتیکا ولایت کې هم د اطرافي ولسوالیو د خلکو د ستونزو د حل کمېټه جوړه شوه.

khoram2_admin
Thu, Aug 22 2024 2:39 PM
کمېټه

  یادې کمېټې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د یوه ځانګړي حکم له مخې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر الحاج ملا نورالله نوري په مشرۍ جوړېږي، چې له کنړ، نورستان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایت وروسته نن په پکتیکا ولایت هم کې د مرستیال والي مولوي عبدالسلام سعادت په مشرۍ له اړوندو ادارو څخه جوړه شوه.

د ناستې په ترڅ کې د کمېټو تر جوړېدو ورسته دوی ته سپارښتنه وشوه چې د تعلیم، روغتیا، مخابراتو، برق او اوبو، سرکونو او نورو برخو کې د اطرافي ولسوالیو د خلکو ستونزې په جدي او شفاف ډول تشخیص کړي او د حل په موخه یې راپور د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ورکړي.

ښاغلي نوري د خپلو خبرو پر مهال په تېر شل کلن انقلاب کې د پکتیکا ولایت د ولس خدمتونه، جهادونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د پکتیکا ولایت د اطرافي ولسوالیو د خلکو اولویه او ضروري مشکلات به د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي حکم له مخې تر تشخیص او تثبیت وروسته حل کوي او کارونه به یې پیلوي.

یادې کمېټې به په نورو سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته په څېرمه ولایتونو کې هم تر جوړښت وروسته خپل کارونه پیل کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu