په تخار کې د نظام او ولس ترمنځ د اړیکو نږدېوالي په موخه غونډه

khoram2_admin
Wed, Jul 17 2024 5:05 PM
ناسته

چهارشنبه ـ ۱۱/۱/۱۴۴۶

د تخار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني په مرکز تالقان کې د ولسونو د همغږۍ، د نظام او ولس ترمنځ د اړیکو د نږدېووالي او د ولسي ستونزو اورېدلو په موخه د مرکز تالقان او ګڼو نورو سیمو له قومي مخورو سره ناسته وکړه. د دغې غونډې په ترڅ کې قومي سپین ږیرو په افغانستان کې سرتاسري امن او سوکالي د الله تعالی یو نعمت یاد کړ او ولسي اتحاد، بیا رغونې او پراختیا په برخه کې یې د اسلامي امارت د ترسره کړیو خدمتونو ستاینه وکړه. دوی په خپلو سیمو کې د شته ستونزو په برخه کې د حکومت د پام غوښتنه وکړه. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي تالقاني د ولسونو حمایت د نظام د بقاء تضمین کوونکی وباله او یاد ریاست یې د خلکو ستونزو اورېدلو مرجع وبلله. نوموړي د هیواد ښېرازي د قومونو په یووالي کې وګڼله او د ولسي ستونزو د هواري ډاډ یې وړاندې کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu