په کنړ ولايت کې ٢٣ کنه شخړه په سوله بدله شوه

khoram_admin
Wed, Jul 03 2024 1:51 PM
شخړه

د کنړ ولايت په وټپور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ پېښه شوې ٢٣ کلنه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس ملا تحميدالله غازي عمر او د ځايي قومي مشرانو په همکارۍ حل او په دوستۍ بدله  شوه.

د يادي شخړې د حل په پار د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلى غازي عمر او ځايي قومي مشرانو تر پوره تحقيق او سپيناوي وروسته په ښه دقت او غور سره عادلانه پریکړه وکړه، دواړو کورنيو ته یې قناعت ورکړ او د دوی تر منځ يې رامنځته شوې ستونزه پاي ته ورسوله.

په پاي کې د دواړه کورنيو غړو د تېر په څېر د ورورګلوۍ په فضا کې د خپل عادي ژوند د تېرولو ژمنه وکړه او له يو بل سره غاړه غړۍ شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu