د ننګرهار ولايت په دوو بېلابيلو ولسواليو کې را منځته شوې شخړې په دوستۍ بدلې شوې

د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په مشرۍ د ځايي قومي مشرانو او ديني علماوو په همکارۍ د ياد ولايت په دره نور، او بهسودو ولسوالۍ په ثمر خيلو کلي کې د يو شمير کورنيو تر منځ اوږد مهاله منازعې چې له طرفينو پکې دوه کسه زخميان شوي وو حل او په دوستۍ بدلې شوې.
په همدې مناسبت په دوه بېلابيلو ناستو کې ځايي ديني علماوو او د ياد رياست مسؤلينو د شخړو د ناوړه عواقبو او د پخلاينې د ارزښت په اړه خبرې وکړې ويې ويل چې شخړې په ټولنه کې د بد مرغيو لامل ګرځي نو موږ ته پکار ده چې د شخړو د رامنځته کېدو په صورت کې له زغم او صبر څخه کار واخلو او په حل کولو کې يې له مسؤلو مراجعو څخه د همکاۍ غوښتنه وکړو چې ښه مثال يې د ننيوو شخړو حل ده، په پاي کې د مسؤلينو او مشرانو له خبرو وروسته يادې دوه منازعې حل او ښکېلې کورنۍ سره پخلا شوې.