د وزارت له علمي بورډ سره ناسته وشوه

khoram_admin
Thu, May 23 2024 8:42 AM
علمي بورد

۱۴/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري د یوه پلاوي په مشرۍ د وزارت له لوري د خپرېدونکو اثارو (تحقیقي پروژو ،کتابونو او مجلو) د بیا کتنې او ارزونې له علمي بورډ سره ناسته وکړه. 

په دغه ناسته کې د سرحدي پلټنو رئیس مولوي غلام صدیق سباوون، د څېړنو او مطالعاتو رئیس مولوي هدایت الله حقاني، د وزارت مقام د سرحدي چارو سلاکار شفیع الله محمدي، د نشراتو آمر شریف الله شرافت او د وزارت د څېړونکو بورډ ځینو غړو هم ګډون کړی وو. 
د جلسې په اوږدو کې ټولو ګډونوالو د علمي بورډ د کارونو په څرنګوالي خبرې وکړې او د وزارت د څېړونکو له لوري د ولایتي پروفایلونو په اړه د راټولو شویو پروژو د بیاکتنې، ارزونې او اصلاح لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې. 

د غونډې په وروستیو کې مسلکي معین ښاغلي قادري هم د وزارت له لوري د هر ډول خپرېدونکو آثارو کتنه یوه اړینه موضوع یاده کړه او د چاپېدونکو نسخو د کیفیت او صحافت په ښه والي یې ټينګار وکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu