په بغلان کې سېلاب ځپلو ته د مرستو انتقال

khoram_admin
Sat, May 18 2024 2:19 PM
شخړه


۱۰/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د (افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې) مؤسیسې په مالي ملاتړ د بغلان ولایت په بورکې ولسوالۍ کې له ۱۵۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه. 

د دغه سفر په ترڅ کې د وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس قاري عبدالمتین رحیمزي، د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي او د یادې مؤسیسې مسؤلینو د سیمې اړمن کسان د سیمه ییزو مشرانو په مرسته په نښه کړل او وروسته یې هرې کورنۍ ته د دوی د اړتیا په اساس د (۹) قلمه توکې ووېشل. 

په دغه مرسته کې د هرې زیانمنې کورنۍ لپاره یوه خېمه، دوه کمپلې، فرش، اوړه، غوړي، چای او نور خوراکي توکې شامل وو. زیانمو شویو کورنیو له هیوادوالو او مرستندویه بنسټونو څخه مننه وکړه، دوی ته د اوښتو زیانونو کچه یې لوړه وبلله او د لازیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu