د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ناسته

khoram_admin
Sat, Mar 02 2024 9:32 AM
خبر

 

۱۴۴۵/۸/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل. 

د لیدنې پر مهال د ولسي استازو په مشرۍ څو تنو خبرې وکړې، پکتیکا ولایت یې یو سرحدي او له خدمتونه محروم ولایت یاد کړ. دوی له سرپرست وزیر څخه د کلینیکونو، روغتونو او تعلیمي مرکزونو د جوړولو او د یاد ولایت د ارګون او سروبي ولسوالیو ترمنځ د زامې بند رغولو په اړه د حکومت د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي نوري د ولس استازو ته تر هرکلي وروسته وویل: پوښتنه او د مشکلاتو اورېدل مو زموږ مسؤلیت دی. نوموړي زیاته کړه: دا د شکر ځای دی چې اوس په ناستو کې د آبادۍ خبرې کېږي، موږ او تاسې ټول د هیواد د ښېرازۍ په لټه کې یو او په ټول هیواد کې د ویجاړي ډبره د چا په لاس کې نشته. 
هغه قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې په لیکلې بڼه د ریاست الوزراء تر مقامه رسوي او د حل لارو په برخه کې به یې هڅې کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu