په پنجشېر ولایت کې ۱۰ کلنه شخړه حل شوه

org_admin
Thu, Dec 21 2023 10:31 AM
خبر

۱۴۴۵/۶/۷

د پنجشېر ولایت د پریار ولسوالۍ اړوند د خاواک په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ راپېښه شوې شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت په منځګړیتوب، د ولایت مقام او نورو ولایتي اداراتو په همکاري حل او په دوستي بدله شوه. 

یاده شخړه چې لس کاله یې دوام کړی و، له امله یې دواړو کورنیو ته زیات مالي زیانونه اوښتي وو د پنجشېر ولایت مقام په هدایت د ولایتي اداراتو له پوره تحقیق او څېړنې وروسته په شخړه کې ښکېل لوري دوستي او پخلاینې ته راوبلل او د یوې غونډې په ترڅ کې طرفین یو بل ته غاړه غړۍ شول.

دا په داسي حال کې ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د څه باندې دوه کاله په موده کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د ۷۰۰ په شاوخوا کې شخړې حل کړې او د قومونو تر منځ د یووالي په ټينګولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu