په کندز ولایت کې را منځته شوې شخړه حل شوه

org_admin
Thu, Nov 02 2023 10:14 AM
خبر


د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ قیام تمشق په سېمه کې د دوو قومونو ترمنځ پېښه شوې شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همغږۍ، د ولایت مقام او نورو اداراتو په همکاري حل شوه. 
د دغې شخړې د حل په موخه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احسان الله ثاقب د نورو اداراتو د مسؤلینو په ملتیا یادې ولسوالۍ ته له سفر کولو سره سم د تمشق سیمې له قومي مشرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل. 

په پیل کې د یاد ریاست رئیس ښاغلي نثار د افغانانو د دودیزو مرکو او جرګو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: دا د افغانانو یو کلتور دی چې د دوو وروڼو تر منځ اختلاف راځي درېیم یې تر منځ د حل کوښښ کوي او د همدې قومي تړونونو په برکت د افغانانو یووالی خوندي دی. یاد پلاوي له سلا و مشورو وروسته د موضوع حل وړاندې کړ او د شخړې ښکېلو لوریو ته یې قناعت ورکړ. 

په پای کې د مشرانو په استازولي څو تنو خبرې وکړې د ولایتې اداراتو او د یاد ریاست هڅې یې وستایلې او ورغلي پلاوي ته یې د نورو قومونو د یووالي په اړه ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu