د جوزجان په مرکز کې له قومي استازو سره د همغږۍ ناسته

mobta-af
Tue, Sep 05 2023 8:39 AM
Mobta

۱۸/۲/۱۴۴۵

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ د ټولو قومونو له مشرانو او استازو سره د یووالي، یو بل منلو او د قومونو د هغمږي کولو په موخه ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د قومونو ترمنځ د یووالي او ورورګلوي په برخه کې ډېر کار شوی او مېشتو قومونو ته خدمتونو په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی. هغه زیاته کړه: لکه څرنګه چې مو شل کاله د اشغال د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړه اوس به د هیواد د بهبود او پرمختګ لپاره چټک ګامونه اخلو.

له بله پلوه بیا غونډې ته راغلیو قومي مشرانو د یاد ریاست له ستړیاوو او هڅو څخه قدرداني وکړه او ویې ویل چې یادو مسؤلینو د قومونو تر منځ د اتفاق، همغږۍ او د دوی د ستونزو هوارولو په برخه کې ډېرې ستړیاوي کړې دي.  یادو قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه حمایت او ملاتړ اعلان کړ او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu