په تخار ولایت کې د کوچیانو څړځایونو موضوع حل شوه

mobta-af
Mon, Aug 28 2023 3:22 PM
Mobta

۱۰/۲/۱۴۴۵

د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ کوچي مشرانو په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ییزو وګړو له لوري د څرځایونو د نیولو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست سره ناسته وکړه. د دغې ناستې پر مهال کوچي مشرانو د څړځایونو د نیولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د کوچیانو مېنې دي د یادو کسانو له منګولو خلاصې او دوی ته دي وسپارل شي.

د یاد ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني کوچي مشرانو ته د ډاډ په ورکولو سره وویل: دا نظام د ټولو قومونو ګډ کور دی، موږ ستاسې او نورو ټولو قومونو د ستونزو د هوارولو لپاره کار کوو. نوموړي یاده موضوع د ولایت له مرستیال سره شریکه کړه او د کوچیانو د مېنو او څړځایونو یاده سیمه چې د خلکو له لوري نیول شوی و د هغوی له اختیاره خلاصه کړه.

د محلې ادارې له لوري کوچیانو او سیمه ییزو اوسېدونکو ته وویل شول چې عبوري کوچیان پرته له اسنادو او شرعي قبالو نه شي کولای یادو ولسوالیو ته د اوسیدنې لپاره لاړشی، هلته نورو اوسیدونکو ته مزاحمت وکړي او هغه کوچیان چې د خپلو مېنو او علفچرونو اسناد او شرعي قبالې لري هغوی هلته د تللو او استوګنې حق لري هیڅوک نه شي کولای چې ورته مزاحمت جوړ کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu