د بایزید روښان انستیتیوت د ترمیماتي چارو د چټکتیا په موخه ناسته

mobta_admin
Mon, Aug 21 2023 4:57 PM
mobta

۲/۲/۱۴۴۵

د اجمل ایوبي تعمیراتي شرکت له مسؤلینو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معينيت په کاري دفتر کې د بایزید روښان انستیتیوت د رغینزو چارو د چټکتیا په موخه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، مالي رئیس محمد سلیم ستانکزی، د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني او د یاد شرکت مسؤلینو ګډون کړی وو. په پیل کې د بایزید روښان انستیتیوت د ترمیماتو په پاتې چارو خبرې وشوې او د ځنډېدلو د علتونو په اړه یې پوښتنې مطرح شوې وروسته د شرکت د مسؤلینو او انجینیرانو له لوري تخنیکې ستونزې د یاد شرکت د ځنډ علتونه وبلل شول او د ځینو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه. په اخیر کې ټاکل شوي پلاوي د مسلکي معین ښاغلي قادري په مشرۍ د یادو شویو ستونزو په اړه له سلا مشورو وروسته حل لارې وړاندې کړې او له قراردادي شرکت څخه یې د ترمیماتو د چټکتیا او بشپړولو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu