په بامیان ولایت کې د څلورو ولایتونو له اهل تشیع قومي استازو او علماو سره د خپلواکۍ دویمه کلیزه و نمانځل شوه

mobta_admin
Tue, Aug 15 2023 10:13 PM
mobta

۲۸/۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د بامیان ولایت په مرکز کې یوه لویه ولسي غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې د بامیان ولایت پر مخورو برسېره د کابل، میدان وردګو، دایکندي او غزني ولایتونو له اهل تشیع مشرانو، ځوانانو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی وو. د ویناوالو له خوا د ملي یووالي، استقلال، د اسلامي امارت څخه د ملاتړ او پر نورو ګڼو موضوعاتو باندې خبرې وشوې. په پیل کې د څلورو واړو ولایتونو په استازولي علماء کرامو او استازو خبرې وکړې د ټولو قومونو له یووالي او د هیواد له امنیت څخه یې د خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د امارت په راتګ سره د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ تاوتریخوالی په ورورۍ بدل شوی او د قدرت جزېرې له منځه تللې دي. دوی د اسلامي امارت کارونه او ستړیاوې وستایلې او ویې ویل: موږ د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ یو، حمایت یې کوو او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ تر منځ تفرقه ایجاد کړي. په پای کې د وزارت سرپرست ښاغلي نوري د راغلیو مشرانو له راتګ او د خپلواکۍ په مراسمو کې له ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه:په دې هیواد کې افغان غیورو قومونو د قربانیو په برکت په یوه پیړۍ کې درې امپراطورۍ ماتې کړې دي. هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د افغانستان د بیارغونې، پراختیا او زده کړو لپاره اغېزمن پلانونه او اهداف لري، په دې هیواد کې به یو شپونکی هم بې سواده پاته نه شي موږ د دې لپاره چټک کار کوو. ښاغلي نوري همدا راز وویل: افغانستان که له يوې خوا د امپراتوريو هديره ده له بله پلوه دا خاوره د ميليونونو شهيدانو په سپيڅلو وينو خړوبه شوې. هغه د قومونو د اقلیتونو او اکثریتونو په اړه وویل: د افغانستان هر فرد موږ ته تر ځان ډېر ارزښت لري، همدغه کسان د هیواد یوه لویه سرمایه بلل کېږي. غونډه د ملي یووالي او تلپاتي سوکالۍ په دوعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu