نوی ټاکل شوی مسلکي معين د وزارت کارمندانو ته وروپېژندل شو

mobta_admin
Sat, May 13 2023 5:51 PM
mobta

شنبه/۲۳/شوال المکرم/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي چارو نوی ټاکل شوی معین او د کونړ ولایت پخوانی والي مولوي احمد طه قادري د یوې ناستې په ترڅ کې د وزارت کارکوونکو ته ور و پېژندل شو. په دغه غونډه کې د یاد وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري، د وزارت مشاورینو، رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو. په پیل کې د یاد وزارت د دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د پیل وینا وکړه، تغیر او تبدیل یې د ادارتو یو مهم اصل یاد کړ او ویې ویل: د ا.ا.ا ټاکنې د ظرفیت او کمال پر اساس دي او د امیر المؤمنین په هره پريکړه کې خیر او برکت وي او د ولس لپاره پکې ښېګڼه نغښتې. هغه نوي معین ته ښه راغلاست وویل او په چارو کې یې ورته توفیق وغوښت. ورپسې د یاد وزارت د مسلکي چارو نوي ټاکل شوي معین ښاغلي قادري خبرې وکړې، اسلامي نظام یې یو ستر نعمت یاد کړ او د امیرالمؤمنین د هري پرېکړي منل یې خپله او د هر هیوادوال دنده وبلله. هغه وویل: د ا.ا.ا پر اطاعت ولاړ دی، دغه نظام د اطاعت په برکت راغلی، د امیرالمؤمنین له لوري دا تبدیلۍ له حکمت څخه ډکې دي او په دې کې زموږ ټولو لپاره خیر او برکت دی، دا چې د هیواد ټول مشران عالمان دي او هره پرېکړه یې د اسلام پر بناء وي زه تاسې ټولو ته ډاډ درکوم لکه څنګه چې مو د هیواد امنیت برقرار کړی دی د هیواد د پراختیا په برخه کې به هم مثبت بدلون راولو. وروسته سرپرست وزیر ښاغلي نوري غونډې ته وینا وکړه او د اطاعت په اړه یې وویل: مجاهدینو خپل سرونه، وینې او نور هرڅه د آمر تر اطاعت قربان کړي دي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د دې ډول اطاعت نمونه نشته. هغه ناستې ته په خطاب کې وویل: له وزیر څخه نیولې بیا تر عادي کارکوونکې مو باید د کار اصلي موخه د خدای (ج) رضا او د ولس خدمت وي، خپلواکي، اسلامي نظام، امنیت او یووالی لوی نعمتونه دي چې شکرانه غواړي. هغه د نوي ټاکل شوي معین په اړه وویل: ښاغلی قادري یو مدرس عالم دی، د روسانو او امریکایانو پر وړاندې یې ټېنګه مبارزه کړې او ډېري قربانۍ یې ورکړي. د کونړ ولایت پخوانی والي پاتې شوی او اوس د امیر المؤمنین د حکم په اساس په دغه وزارت کې مقرر شوی د نوي مسؤلیت مبارکي ورته وایو او په چارو کې ورته توفیق او بریالیتوب غواړو. په پای کې د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي د امیرالمؤمنین حکم په لوړ غږ ټولو کارکوونکو ته واوراوه او غونډه په دوعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu