د ننگرهار ولایت اړوند په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه حل شوه

mobta-af
Sat, Mar 18 2023 8:47 AM
Mobta

پنچ شنبه٢٥ شعبان المعظم ١٤٤٤

 په دې اړه ناسته کې چې  د ننگرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس قاري رحمت الله غازي عمر ، ديني عالمانو ، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی وو. لومړي ښکیلو خواوو د شخړې د څرنګوالې په اړه ديادې ناستې له گډونوالو سره معلومات شريک کړل.

ورپسي د ننگرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس قاري رحمت الله غازي عمر خبرې  وکړې ويې ویل یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی باید له یو بل سره د نفاق او بدۍ پرځای په خوښۍ کې ژوند وکړو او هم د یو او بل د ملاټړ تر څنگ د خپل اسلامي نظام او د هېواد د پرمختګ لپاره لاس سره يو کړو تر څو د لسيزو راپاتېو ناخوالو ته په بشپړه توگه د پاي ټکى کيږدو او د ښيرازۍ په لور پر مخ ولاړ شو نوموړى دغه راز د خپلو خبرو ترځ کې د شخړي دواړه لوريو ته وويل دا چې تاسو یو بل ته بښنه وکړه او د شریعت په رڼا کې مو د پریکړې پايله په ورين تندې ومنله الله جل جلاله  مو دا دوستي قایمه او دایمه لره.

د یادولو وړ ده چي د ننگرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هلو ځلو تر دې مهاله په ياد ولايت کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ ډيرى لويې او کوچنۍ شخړي حل شوي او  دا لړۍ به په  راتلونکي کې هم همداسې دوام ولري.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu