د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د میدان وردګو ولایت له هزاره مشرانو سره وکت

mobta_admin
Sun, Feb 26 2023 8:22 PM
mobta

یکشنبه /۵/۸/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير الحاج ملانور الله نوري د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ له یو شمېر هزاره قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د کتنې په پیل کې د یادې ولسوالۍ د ټولو استازو په نمایندګي دوو تنو خبرې وکړې او د حکومت څخه د ملاتړ او یووالي په اړه یې زیاته کړه: موږ د ټولو اشغالګرو د تیري په وخت کې د حکومت تر څنګ ولاړ وو او همېشه به اوسو. د قومونو د یووالي په برخه کې دا ډاډ درکوو چې زموږ ټول قومونه د امارت ملاتړ کوي او مخکې چې په یاده ولسوالۍ کې د کوچي قومونو سره زموږ کومې ستونزې وې هغه هم د نوې مدبرو مسؤلینو په مرسته حل شوي دي. له تاسو څخه مو دا هیله ده چې زموږ د کدرونو د ټاکنې او د ولسوالیو د قومونو سره له نږدې ووینئ او د هغوی ستونزې له دوی څخه واورئ. وروسته سرپرست وزیر ښاغلي نوري دوی ټولو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: د افغانستان د قومونو تر منځ هیڅ ډول توپیر نشته او دا نظام د ټولو ګډ کور دی. په تیرو وختونو کې خلک د سمت، قوم او ژبې پرستي له کبله په ډيرو اقشارو ویشل شوي وو، خو الحمدلله اوس موږ او تاسي ټول یو ملت یو، امنیت مو تامین دی، قتلونه، غلاوي او نور... له منځه تللي دي. د ناستې په اخیرکې یې دوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی ټولو ستونزو ته به رسیدګي کیږي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu