د کاپیسا په ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه هواره او په سوله بدله شوه

mobta-af
Tue, Feb 14 2023 9:30 AM
Mobta

سه شنبه ٢٣ رجب المرجب١٤٤٤ هـ ق

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د ګياوه سیمې د دوو قومونو تر منځ ٤٠ کلنه شخړه چې له امله یې له دواړو غاړو ٢٠ کسه په شهادت رسېدلي وو د دغه ولایت والي ښاغلي احسان الله بريال، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمر ملا صدیق الله صیاد، د يو شمير دولتي ادارو مسولينو او قومي مشرانو په هڅو حل او دواړه قومونو روغې جوړې ته غاړه  کېښوده.

د کاپيسا ولايت والي احسان الله بريال او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ملاصديق الله صياد له نورو ګډونوالو هم وغوښتل چې که خدای مه کړه شخړې يې ترمنځ رامنځته کېږي د حل یوازینۍ لار یې سوله ییزه لار ده او ستاسو خیر خوا مشران تل ستاسو د هوسا او سوکاله ژوند په هیله دي ښه خبره داده چې  له خپلو مشرانو همکاري وغواړۍ او په خپلو کې د ورورولۍ پر بنسټ سره ژوند وکړئ.

په پاي کې يادو ښکيلو غاړو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له آمر او قومي مشرانو له دې امله مننه وکړه چې د هڅو په پايله کې يې دوه قومونه د شخړه هواره او له بدي څخه خلاص شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu