د اسلامي امارت مشرتابه ټولو محرومو او ليري پرتو سيمو ته لومړيتوب ورکوي.

mobta-af
Tue, Nov 29 2022 2:13 PM
Mobta

۱۴۴۴/۵/۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د وزارت د قومي چارو سلاکار امين الله پاميري او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس حمدالله فطرت د بدخشان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست کې له پاميري مشرانو سره چي په ياد رياست کې ورته ميلمستون تهيه شوی وکتل.

Mobta

شيخ حضرت ولي حقاني پاميري ميلمنو ته ډاډ ورکړ چي ددوئ ټولې ستونزې به د اسلامي امارت په ځانګړې توجه هواريږي، په وينا يې چې د اسلامي امارت مشرتابه محرومو او ليرې پرتو سېمو ته لومړيتوب ورکوي او واخان ولسوالي د هغه نوملړ په سر کې قرار لري چي بايد تر هرچا لومړی ورته پاملرنه وشي، ښاغلي حقاني دغه راز د اسلامي امارت د مشرتابه په امر د هغو ژمنيو خوراکي او غير خوراکي مرستو د انتقال يادونه وکړه چي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر سرپرستي لاندي د ټاکل شوي هيئت چي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د عامې روغتيا  او  مهاجرينو وزارتونو له خوا دغه توکي تهیه شوی انتقال او  په راتلونکو ورځو کې به توزيع شي.

د پاميري مشرانو په نمايندګي ښاغلي حاجي محمد د اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چي دوئ ته يې عاجلې مرستې ليږلي او د ستونزو په هواري کې ورسره ګړندۍ هڅې کړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu