د قتاش ولسوالي د بېلابيلو قومونو ترمنځ شخړه هواره شوه

١٤٤٤/٤/٢٩
هغه غونډه چې پرون ناوخته د کندزو ولایت د قتاش په ولسوالي کې جوړه شوې وه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو د رئیس سربیره يو شمېر ديني عالمانو او د ښکیلو غاړو قومي مشرانو ګډون کړی ؤ. لومړی ښکیلو خواوو د ارباب پر سر د را ولاړې شوې شخړې د څرنګوالي په اړه معلومات شريک کړل. ورپسې د کندزو ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس له ښکيلو خواوو او ديني علمانو سره له خبرو اترو وروسته په دې وتوانېده چې شخړه حل او په يو لړ مواردو باندې پرېکړه وکړي چې په راتلونکې کې د بیا ځلي شخړې مخه ونیسي.