د سرحدونو ،قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه پلاوي په کندوز ولایت کې د سپین زر دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.

mobta-af
Wed, Oct 19 2022 10:23 PM
mobta

د سرحدونو ،قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین الحاج ملا عبدالخالق (عابد) ، د جرګو رئیس الحاج مولوي محمد اسماعيل (غزنوي) او ورسره مل پلاوي د کندز ولایت له سپین زر دولتي شرکت څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې پر مهال یې د یاد شرکت مالي او اداري مرستیال رحمن الله «رحماني» هم حضور درلود.

یاد شرکت په کال ۱۳۱۴ هـ ش تأسیس شوی چې اساسي فعالیت یې د پنبي پروسس ، له چګدڅخه غوړي اوپاتي موادوڅخه یې صابون ، کنجاړه،پوستک اولنتر ترلاسه کول وو.

داشرکت پر ۷۴ جریبه ځمکه جوړ دی، د یادوني وړ ده چې داشرکت دجمهوریت په وخت کې په مکمل ډول تخریب، ټولې کار خونې یې درېدلې او ماشینونه یې له منځه وړل شوي وو؛ لله الحمد د ا.ا.ا په راتګ سره د یاد شرکت ټولې ودانۍ له سره په اساسي ډول رغول شوې چې اوس مهال په لاندي برخوکې تولیدي فعالیت پیل شوی:

۱ـ د دستمال کاغذي او پخلنځي رول.

۲ـ د وطني زغرو پروسس (تیل).

۳ـ دکنګل ۱۲۶۰ کُندو تولید

۴ـ ددانه داري پنبي  او مالوچو پروسس

۵ـ دپلاستیکي ۳او ۵ لیتره بوتل جوړول

 او د دې تر څنګ د تیل کشي (غوړیو)او صابون ماشینونه تر کار لاندې دي، چې د دې په فعالېدو به زرګونه افغانان پر کار شي.

یاد پلاوي د شرکت رهبري له مخلصانه کړنو ستاینه اومننه وکړه او د هغوی چټک کارونه یې د هېواد او ولس لپاره مهم او ګټور وبلل.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu