د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معينيت په باميان ولايت کې قومي جرګه تر سره کړه.

mobta-af
Sat, Oct 15 2022 10:18 AM
Mobta

۱۴۴۴/۳/۱۷هـ ق پنجشنبه

د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد او ورسره مل پلاوي د باميان ولايت د قومونو د همغږۍ تر نامه لاندې ولسي غونډه تر سره کړه.

په دې غونډه کې د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي، د استخباراتو رئيس او نورو ولايتي مسؤلينو او د باميان د مرکز په شمول اتو ولسواليو ولسوالانو ، قومي مخورو، علماوو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی وو.

Mobta

په پيل کې د وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني د اسلامي نظام د استحکام او تقويې په اړه ارزښتناکه وينا وکړه ورپسې د هزاره قوم عالم او مشر بابا حسيني وينا وکړه نوموړي باميان د ملي وحدت الګو ياد کړ او زياته يې کړه دلته هيڅ راز قومي او مذهبي توپيرونه نشته او خلک د وروڼو په څير ژوند لري.

ورپسې د سرحدونو،ق.ق چارو وزارت د کوچيانو چارو لوی رئيس مولوي ګل زرين کوچي زراعت او مالداري د هيواد د اقتصادي پرمختيا لپاره مهم عناصر ياد کړل او د مالدارانو او بزګرانو تر منځ پر همغږي او همکاري يې ټينګار وکړ.

د جرګو رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي بيا اسلامي نظام او امنيت د الله تعالی ستر نعمتونه وبلل او ددې سترو نعمتونو شکر اداکول يې د ټولو وجيبه ياده کړه.

Mobta

د هزاره توکم مخور ناظری جعفري او مولوي محمود  او د ميدان وردګو ولايت قومي مخور قومندان عبدالولي    د ملي يووالي پر اهميت خبرې وکړې او د هغو مغرضو کړيو او رسنيو هغه ادعاګانې يې رد کړې چي ګني دلته د هزاره يا نورو قومونو ژوند خوندي نه دی نوموړي ددوئ دا پروپاګند د هزاره، تاجک ازبک او پښتون په نوم د افغانانو د ويشلو ناکامې هڅې وبللې.

مولوی محمود وويل: وحشي دښمن قوم، ژبه او دين نلري او موږ هم بايد ددښمن په وړاندي يو موټی واوسو.

په پاي کې د جرګو معين ښاغلي حاجي عابد د غونډې ګډونوالو ته د اتحاد او اتفاق پر ارزښت وينا وکړه او قومونه يې يوبل سره همکاري او همغږي ته راوبلل.

راغلو ميلمنو په پام کې نيول شوې ډالۍ هم وويشل شوې او غونډه د تلپاتي امن او متحد افغانستان په دعا پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu