د يو شمېر ولايتونو له قومي مشرانو، علماو او ځوانانو سره کتنه

mobta-af
Mon, Apr 25 2022 6:20 PM
mobta

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي ملانورالله نوري نن ١٤٠١/٢/٥ نيټه د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د قندهار او پکتیا ولایتونو د یو شمېر قومي مشرانو، علماو او ځونانو سره وکتل. په یاده کتنه کې د نورو په استازیتوب د لوی کندهار د ولسونو مشر ښاغلي حاجي علاوالدین، د لویې پکتیا اوطوطاخېلوقومي شورا په استازیتوب ښاغلي محمد داود اود افغانستان د مدني ټولنو دانسجام مرستیال ښاغلي ملک بهادر خان خبرې وکړې. یولړ وړاندیزونه اوستونزې د حل په موخه د شورا ګانو د جوړښت، د ځینو رسنيو له خوا د پاروونکو تبلیغاتو د مخنیوي، د وزارت له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسي غونډو د جوړېدو په اړه شریک کړل او دغه راز یې له اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ. ورپسې ښاغلي نوري یادو مشرانوته ښه راغلاست ووایه وزارت یې د خلکو د غونډو او مشورو کور وباله او زياته يې کړه: شل کلن جهاد د سترو او سپيڅلو اهدافو لپاره تر سره کيده چي د استقال او ازادي ترلاسه کول، داسلامي نظام حاکمیت، سراسري امنیت، اقتصادي ارتقاء چي له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا افغانستان ولرو او ملي وحدت هغه اهداف وو چي د ټول ملت ارزو او ارمان وو. ښاغلي نوري وويل: له اسلامي امارت څخه د ولسونو پراخ ملاتړ په اصل کي د نظام د تقوې مهمه ستن او پايه ده ټولو ته په کار ده چي د پیاوړتیا لپاره یې په ګډه هڅې او کار وکړو. دغه راز یې له یادو مشرانو سره دهمکاریو ژمنه وکړه او له دوی څخه یې مننه وکړه چې قومونه اسلامي امارت خپل نظام بولي او د بهبود لپاره يې رغنده مشورې ورکوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu