د هرات والي سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلاوي کتنه

mobta-af
Sat, Feb 19 2022 10:38 PM
mobta

د مولوي محمد اسماعیل غزنوي،مولوي نیاز محمد تقي او ور سره مل پلاوي د شنبې په ورځ (۷/۱۷/۱۴۴۳) له غرمې مخکې د هرات له والي شیخ مولوي نوراحمد (اسلام جار) سره وکتل.

په پیل کې  د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلاوي رئیس مولوي محمد اسماعیل غزنوي دې ولایت ته د خپل سفر په اړه د معلوماتو د ورکولو ترڅنګ یې وړاندیز وکړ چې د هېواد د سرحدي نقطو څخه د څارنې او پلټنې  په موخه دې د امنیتي ځواکونو ترمنځ لا همغږي زیاته شي.

د هرات والي شیخ مولوي نور احمد (اسلام جار) د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت تللي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د هېواد په سرحدي ولسوالیو کې یې د مېشتو قومونو په اړه خبرې وکړې او سرحدي پولو  ته څېرمه د مېشتو قومونو د پوښتنې په خاطر او د هېواد د سرحدونو د ارزونې لپاره د دغه وزارت د پلاوي د لېږلو ستاینه وکړه  او د پولو د څارنې او ارزونې په موخه یې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ پوره ډاډ ورکړ.

دغه‌راز، د سرحدونو او قبایلو چارو د داخلي پلټنې رئیس مولوي نیاز محمد تقي د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو  او د کوچیانو ریاستونو څخه هم لېدنه وکړه او د ادارې له کار کوونکو څخه یې وغوښتل څو هېوادوالو ته ښه اسانتیاوې برابرې کړي، له هغوی سره همکاري وکړي.دغه‌راز د بیت‌المال د ساتنې په موخه یې هم لازمې لارښوونې وکړې.

د هرات د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي جمال‌الدین (عمري ) ژمنه وکړه چې د دغه ریاست د ټولو کارکوونکو په ګډون به  تل د هېوادوالو په خدمت کې وي. او په ورسپال شویو چارو او د بیت‌المال په ساتنه کې يې د پوره اخلاص او شفافیت ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 11:42 AM
Background image

Tribal elders from Shajoy District of Zabul Province met with Minister of Borders and Tribal Affairs

 

Monday/1st/sep/2025

Yesterday in Kabul scholars and tribal elders from Shajoy district of Zabul province met with the Minister of Borders and Tribal Affairs of the Islamic Emirate,. . .

Wed, Aug 27 2025 1:58 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs, Mullah Noorullah Noori, met with the Ambassador of Iran, Mr. Alireza Bikdeli.

27th/Aug/2025  During this meeting, both sides discussed economic development, mutual trust, regional issues and establishing better coordination based on good relations between. . .

Mon, Aug 04 2025 1:22 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori met with a number of tribal elders from Sulaimanzai tribe of Paktika province.

 

In this meeting, the tribal elders, in addition to strongly supporting the Islamic Emirate, called Isalmic Emirate an important government for the unity and prosperity of the people. . .

BACK TO NEWS

User account menu