د زابل د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رياست کي د افغانستان د شتمنيو اړوند د امریکا د ظالمانه پريکړې په اړه د قومي مشرانو او علماء کرامو غونډه تر سره شوه

mobta-af
Tue, Feb 15 2022 8:09 PM
mobta

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو په ریاست کې نن په داسې حال کې تر سره شوه چې پر مهال يې د دې ریاست رئیس مولوي محمد کریم سحر د زابل ولايت امنیه قومندان ملا محب الله ایوب اخندزاده رئیس دفتر ملا احمد مختار،د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت داطلاعاتو او فرهنګ سرپرست شریف الله ویاړ او ددې ولايت جيد علماء کرامو، قومي مشرانو او په سلګونو عامو خلګو حضور درلود.

په پیل کې د سرحدونو او قبائلو چارو رئیس مولوي محمد کریم سحر د ښه راغلاست ترڅنګ وویل زموږ شتمني زموږ حق دی هيچا ته اجازه نه ورکوو چي زموږ حق تلف کړي، موږ دا حق لرو چي د خپل حق غوښتنه وکړو.

افغانان اوس د تاريخ تر سختو شرايطو راتيريږي، د امريکا تر نظامي ماتي وروسته دا اخلاقي ماتي ددوئ ټيټ ظرفيت ښيي.

د غونډې په ترڅ کې قومي مشر حاجي محمد جمعه وویل چې دا پیسې د افغانستان د کونډو، یتیمانو او د افغانستان د مظلوم ولس دي، نوموړي د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې پر خپلو خلکو ونه وېشي، ځکه دا د افغانانو په حق کې ښکاره ظلم دی او باید افغانانو ته يې تسلیم کړي.

 دا په داسي حال کي ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو سره امریکا د افغانستان د مرکزي بانک نږدې نهه میلیارده ډالر کنګل او وروسته یې اعلان وکړ چې د یادو پیسو څخه څه اندازه به د سپټمبر د ۱۱ مې پيښې پر قربانيانو ویشي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu