لوګر ولایت ته د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست محترم ملانورالله نوري او ورسره مل پلاوې سفر !

mobta-af
Thu, Nov 04 2021 6:15 AM
mobta

د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدونو او پرقبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ملانورالله نوري په داسې حال کې، چې د وزارت د عامه اړیکو او ښوونې او روزنې مسؤل محترم شیخ حضرت ولي حقاني او د اطلاعاتو او نشراتو رئيس هم ورسره مل وو، نن له غرمې مخکې د روان ۱۴۴۳ ه ق کال د صفر المظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه  لوګر ولایت ته دخپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ په دغه ولایت کې د لوګر د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې لومړی د یاد ریاست کارکوونکو ښاغلي نوري ته درخپلو کاري کړنو او استقامتونو په اړه لنډ مالومات ورکړل او خپلې یو لړ ستونزې یې د حل په موخه ورسره شریکې کړي.

ورپسې دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ملا نورالله نوري کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې دپخوا په شان دې خپلو دندو ته دوام ورکړي، ترڅو په دغه ولایت کې له قومي مشرانو سره دسلا مشورو او جرګو  له لارې وزارت خپلو موخو ته ورسیږي.

ښاغلي نوري دغه راز نوموړو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د وزارت د شته امکاناتو په چوکاټ کې حل کړي. همدارنګه یې کارکوونکي خپلو راتلوونکو دندو او مسؤلیتونو ته ځير کړل .

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu