د مزار قول اردو د ۶مې سرحدي لواء د قوماندان غوث الدين د معرفي په غونډه کې ګډون!

mobta-af
Wed, Nov 03 2021 6:47 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري نن له غرمې وروسته په داسې حال کې چې د بلخ والي محترم ملا قدرت الله ابوحمزه او د وزارت د مقام ددفتر ریاست سرپرست محترم شيخ حضرت ولي حقاني هم ورسره مل و د مزار قول اردو د سرحدي لواء قوماندان مولوي غوث الدين د معرفي په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي نوري د يادې قول اردو د شپږمې سرحدي لواء قوماندان ته مبارکي وويله او هغه مجرب شخص وباله.

نوموړي ډ خپلو خبرو په دوام وويل: د پوځي ادارو پياوړتيا او منسجم کول د اسلامي امارت لومړيتوب دی او په دې برخه کې يې اړين اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي.

m

ښاغلي نوري د مجاهدينو شل کلن جهاد او په دې لار کې د مجاهدينو قربانيو ته، چې په نتيجه کې د اسلامي نظام د برياليتوب سبب شوه هم اشاره وکړه زياته يې کړه: افغان بايد د دغه ستر الهي نعمت کفران ونه کړي او شکر وباسي او د خپل اسلامي نظام په ساتنه کې له هېڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.

 

ښاغلي نوري دغه راز له مجاهدينو وغوښتل، چې د بيت المال او پوځي وسايطو او وسائلو په ساتلو کې هلې ځلې وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu