د بغلان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
Tue, Nov 02 2021 6:55 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د بغلان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

غونډه دعظیم الشان قرآن د څومبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د بغلان ولایت قومي مشر محترم شیخ مولانا عبدالله عمري د نورو په استازیتوب په هېواد کې د اسلامي امارت د ټینګښت او د مجاهدینو د بریاوو او فتوحاتو له امله خوښي څرګنده کړه وی ویل: د بغلان ولایت خلکو همیشه د اسلامي امارت د مجاهدینو تر څنګ ولاړ و او په دې لاره کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي. نوموړي دغه راز د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ په اتحاد او اتفاق ټینګار وکړ  او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې یو لړ ستونزې د سرحدونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري د دوې له راتګ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ستاسو کور دی او دروازه یې تل ستاسو لپاره پرانیستې ده، د  بغلان ولسونو د شل کلن اشغال او جهاد په دوره کې زیاته ونډه اخیستې، چې له وطن سره د دوې احساس د قدروړدی.

mobta

ښاغلی نوري دغه رازد اشغال دوران اوله امله یې په ټولنه کې راز راز ستونزو ته هم اشاره وکړه، وې ویل: جهاد یوازې د وینې بهول او جګړه نه ده، جهاد د دوو اساسي موخو لپاره ترسره شوی، چې یوه  یې د پردو له سلطې او اشغال څخه د هېواد د خپلواکۍ ترلاسه کول او بله یې د اسلامي نظام ټینګښت دی، چې د پاک الله په نصرت سره موږ دغو دواړو موخو ته رسېدلې یو.

دغه راز ښاغلي نوري د خپلو خبرو په دوام وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او افغانان به خپل هېواد په ګډه جوړوي . دا زموږ د ټولو هېواد والو  اسلامي او هېوادني مسوولیت دی، چې ستونزو ته په ګډه حل لارې پیدا کړو او د هېواد د آبادلو او پرمختګ لپاره مټې راونغاړو.


وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو او ښوونې روزنې مسوول ښاغلي مولوي حضرت ولي حقاني د مجاهدینو مجاهدت او په دې لار کې د دې سرښندونو باندې رڼا واچوله وی ویل: اوس، چې د اسلامي امارت مجاهدینو د زرګونو شهیدانو په سرښندنې او الهي نصرت  سره د اسلام او خلکو دښمنانو ته ماتې ورکړه نو په کار ده، چې د افغانستان ټول ولسونه سره لاسونو ورکړو او د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل هېواد د آبادۍ او سرلوړي لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو.

غونډه په هېواد کې د شرعي نظام د ټينګښت، پایښت او دوام په دعا سره پاې ته ورسېده.

 

Latest news

Mon, Sep 01 2025 11:42 AM
Background image

Tribal elders from Shajoy District of Zabul Province met with Minister of Borders and Tribal Affairs

 

Monday/1st/sep/2025

Yesterday in Kabul scholars and tribal elders from Shajoy district of Zabul province met with the Minister of Borders and Tribal Affairs of the Islamic Emirate,. . .

Wed, Aug 27 2025 1:58 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs, Mullah Noorullah Noori, met with the Ambassador of Iran, Mr. Alireza Bikdeli.

27th/Aug/2025  During this meeting, both sides discussed economic development, mutual trust, regional issues and establishing better coordination based on good relations between. . .

Mon, Aug 04 2025 1:22 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori met with a number of tribal elders from Sulaimanzai tribe of Paktika province.

 

In this meeting, the tribal elders, in addition to strongly supporting the Islamic Emirate, called Isalmic Emirate an important government for the unity and prosperity of the people. . .

BACK TO NEWS

User account menu