د وزارت اړوند خوشال خان عالي لېسې د تدریسي او اداري چارو وضعیت وڅېړل شو!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ نن له غرمې مخکې په داسې حال کې، چې د وزارت مالي او اداري لوی ریاست سرپرست ښاغلي حمیدالله بارکزي او یو شمېر رئیسانو یې ملتیا کوله د خوشال خان له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه او د دوی ستونزې یې واورېدې.
ښاغلي محمد آصف ننګ د لېسې د بېلابېلو برخو، تدریسي، اداري، لیلیه خونو، پخلنځي او کمپیوټر لبونو څخه د لیدنې ترڅنګ د زده کوونکو د ازموینې بهیر هم وکوت وې ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشر تابه ژمن دی، چې د وزارت اړوندو لېسو ته بشپړه پاملرنه وکړي او هم د یادو لېسو وضعیت پر دوامداره توګه وڅېړې، ترڅو زده کوونکو ته اسانتیاوې رامنځته او په ښه فضا کې زده کړې ترسره کړي.
دغه راز ښاغلي ننګ یادو برخو کې پر شفافیت ټینګار وکړ او له اړوندو مسوولینو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او زده کوونکو ته یې هم د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د خپلو استادانو سره ښه سلوک وکړي او د لېسې نظافت ته پاملرنه وکړي.