د ګجرو مرکزي شورا له رئيس او غړو سره کتنه!

mobta-af
Tue, Jun 01 2021 2:52 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن غرمه د ګجرو مرکزي شورا له رئیس ښاغلي محمد اسلم ګجروال او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د یادې شورا مشر او غړو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د وزارت له مشرتابه سره د حل په موخه شریکې او په بېلابېلو برخو کې یې د ښاغلي محب الله صمیم هڅې وستایلې دغه راز یې د موجوده نظام او ملي امنیتي – دفاعي ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ څرګند او له وزارت سره یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د یادو مشرانو ستونزې پر خای وبللې او په ټولنیزو برخو کې یې د دوی فعالیتونه له ارزښته ډک یاد کړل دغه راز یې د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو سره په ګډو هلو ځلو ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu