د غزني ولسونو تل د خپل نظام او ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی او خپل ملاتړ ته دوام ورکوي!

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې د غزني له والي سید عمر نورستاني سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو له نظام، جمهوریت، امنیتي ځواکونو او پراختیایي پروژو څخه د خلکو پرملاتړ او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او پر ګډو همکاریو یې ټینګار وکړ.