په ولسي جرګه کې د خلکو له استازي سره ناسته!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معینان هم حاضر و، په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت د له خلکو استازی ښاغلي خالد اسد سره وکتل.
په دې کتنه کې د هېواد په روان وضعیت د خبرو ترڅنګ، په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د سترو ولسي غونډو جوړېدو، د قومي مشرانو او مخورو د ستونزو، د موجود نظام د پایښت لپاره د ولس هڅولو او داسې نورو برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه د هڅو او هلو ځلو قدر داني وشوه او په دې برخه کې د خلکو استازو سره به بشپړې همغږۍ ټینګار وشو.
دغه راز مسلکي معین ښاغلي ننګ ته د ده ټاکل کېدو له امله د ښاغلي اسد له خوا د ویاړ پګړۍ ور په سر شوه.