د وزارت کارکوونکو ته د نوي ټاکل شوي مسلکي معین پېژندنه!

mobta-af
Tue, May 11 2021 8:50 AM
mobta

ښاغلی محمد آصف ننګ، چې د وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معین په توګه ټاکل شوی دی، د یوې غونډې په ترڅ کې د وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د ۱۴۰۰ لمریز کال د غویی پر۲۰ نېټه جوړه شوې وه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د وزارت رهبري، یو شمېر مېلمنو او کارکوونکو ګډون کړی و.

ښاغلي صمیم په خپلو خبرو کې ښاغلی ننګ په علمي او تخنیکي لحاظ یو مجرب او کار پوه شخص وباله وې ویل: چې ښاغلي ننګ په تېرو شلو کلونو یا د دموکراسۍ په دوو لسیزو کې په بېلابېلو ادارو کې په نیک نامۍ دنده ترسره کړې او په ټولو برخو کې یې عملا کار کړی دی.

دغه راز یې د ښاغلی ننګ د ټاکنې په اړه له ښاغلي جلالتماب جمهور رئیس څخه مننه وکړه وې ویل: خدای(ج) دې د ښه او غوره خدمت کولو توفیق ورکړي، دا هېواد د ټولو ګډ کور دی، ارمانونه او هبلې مو سره شریکې دي په شریکه به کار کوو او د هېواد د پرمختګ لپاره به لا ډېر څه کوو. ډاډ یې څرګند کړ، چې ښاغلی ننګ د کارکولو ښه ظرفیت لري. د وزارت له رهبرۍ یې وغوښتل چې له ده سره په همکارۍ چارې پر مخ یوسي، تر څو د خلکو او نظام په وړاندې خپل مسولیتونه په ښه توګه ترسره کړو. همدارنګه یې له مخکني مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي څخه هم چې په عزت او افتخار یې کار کړی دی مننه وکړه.

mobta

په دې غونډه کې پخواني مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي هم خبرې وکړې ادلون بدلون یې په دولتي ادارو کې یو اصل وباله له رئیسانو نه یې غوښتنه وکړه، چې له نوي معین سره د پخوا په شان پوره همکاري وکړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوي مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ هم د دولت رهبرۍ له وار وار باور او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام له خلوص څخه مننه وکړه وې ویل: هڅه به مې دا وي چې د ماموریت یوه کامیابه برخه اوسم، په ګډ کاریې ټینګار وکړ.

په پای کې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمدزي د وزارت د کارکوونکو په استازولۍ د همکارۍ ډاډ ورکړاو غونډه یې په دعا سره پای ته ورسوله.

یاده دې وي، چې ښاغلي ننګ تردې مخکې د پوهنې وزارت معین، سرپرست، نشراتو د مسؤل، د فراه او لغمان ولایتونو د والي او د جمهوري ریاست په اړوند ادارو کې یې هم کارکړی اوخپله دنده یې په بریالیتوب ترسره کړې ده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu