د وزارت له اړوندو تعلیمي مرکزونو څخه لیدنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي فریدون بارکزي نن له غرمې مخکې د وزارت اړوند رحمان بابا، خوشال خان او بایزید روښان انسټيټیوټ تدریسي او اداري چارې، چې په کې د نظافت، نظم او دسپلین، د خوړو کمیت او کیفیت او نورې مهمې چارې شاملې وې له نږدې وکتلې.
د دې لېدنې په بهیر کې د تعلیمي مرکزونو زده کوونکو او اداري پرسونل خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
ورپسې مسلکی معین د چارو د لاسمون په موخه اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.