د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم او ورسره مل پلاوی بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن ددغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې لومړۍ د یاد ریاست چارواکو ښاغلي محب الله صمیم او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلی ووایه او د ریاست د کړنو په اړه یې د معلوماتو ورکولو ترڅنګ خپلې یو لړ ستونزې شریکې کړې.
ورپسې ښاغلي صمیم د یاد ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست مهم وباله او لارښوونه یې وکړه، چې کارکوونکي باید له ولسونو سره خپلې اړیکې پراخه او د قومونو د انسجام په برخه کې کار وکړي.