د لوی ننګرهار له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار ولایت له یو شمېر قومي مشرانواو مخورو سره وکتل.
د کتنې پر مهال راغلو مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو تر څنګ د سولې، د ولس او حکومت تر منځ د واټڼ په له منځه وړلو او د ولسي بسیج په برخو کې د وزارت رول مهم او اساسي وباله دغه راز یې له شته نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صیم په خپلو خبرو کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې د قومي مشرانو او مخورو رول مهم وباله، زیاته یې کړه، چې په ګډه به یادو برخو ته کار کوو تر څو یو سوله ييز هېواد او پرمختللې ټولنه ولرو.
په پای کې ښاغلي محب الله صمیم د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او ژمنه یې وکړه، چې ستاسو شته سیمه ییزې ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړم.
