افغان ښځې په هېواد کې تلپاتې اوربند او باعزته سوله غواړي!

mobta-af
Sat, Dec 05 2020 9:21 AM
mobta

 

په هغې غونډه کې، چې له همدې امله نن پنجشنبه د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه. د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم، معینانو، ریسانو، سلاکارانو، د هېواد یو شمېر ښځینه فعالانو، علمي فرهنګي شخصیتونو او د رسنیو استازو ګډون کړۍ و.

په دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو د جرګو او قبایلي چارو د هغږۍ معین د غونډې موخه او اجندا بیان کړه او دغه شان غونډې یې د سولې په پرخه کې اړیني وبللې.

mobta

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم هر اړخیزه وینا وکړه وی ویل: په داسې حال کې، چې په قطر کې د افغان مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي خو مخالفین اوس هم د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکوي.

ښاغلی صمیم دغه راز په هېواد کې د داسې سولې د ټينګښت خبره وکړه، چې د افغانانو مادي او معنوي ارزښتونه، د بشر حقوق، د ښځو او اقلیتونو حقوق او د بیان آزادي پکې خوندي وي.

په دې غونډه کې د افغان ښځینه ژورنالستانو د اتحادیې غړې آغلې تهمینې مېرزایي او اغلې حمید هم په خپلو خبرو کې هغو قربانیو ته چې ښځو په تېرو څلویښتو کلونو کې ورکړي اشاره ورکړه وی ویل: چې افغان ښځو ته باید د سولې په خبرو کې زیانه ونډه ورکړل شي او د دوې حقوق پکې خوندي وي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu