د قزلباش قوم سرتاسري شورا له مشر سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د قزلباش قوم سرتاسري شورا له مشر او غړو سره وکتل.
ښاغلي صمیم د کتنې په ترڅ کې وزارت د هېواد د مېشتو درنو قومونو ګډ کور وباله او د یادې شورا ستونزې یې واوریدې له نظام څخه یې د ملاتړ او سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخه کې د دوی فعالیتونه وستایل او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.