د وزارت اداري غونډه جوړه شوه!

mobta-af
Sun, Nov 01 2020 3:04 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اداري مجلس ددغه وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو او چارواکو په ګډون نن یکشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۱۱نېټه جوړ شو.

د مجلس په پیل کې ښاغلي بارکزي د کابینې په غونډه کې د سولې بهیر په اړه بحث شوي موضوعات له مجلس سره شریک کړل.وې ویل: حکومت کلک هوډ لري، چې له ولس سره یو ځای او په منسجمه توګه د سولې د ټینګښت له پاره ګامونه واخلي.

ښاغلي بارکزي وویل: د هېواد له بېلابېلو قشرونو سره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په کتنو کې، ټول په اوربند ټینګار کوي، په داسې حال کې چې د افغانانو وینه توییدنه دوام لري.

همدا راز یې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ورسره پلاوي په ګډون په هرات ولایت کې د یوې درنې قومي جرګې د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې د ولس اساسي غوښتنې تلپاتې اوربند او د ملي ګټو پر بنسټ د سولې د بین الافغاني مذاکرو ترسره کېدل دي. دغه راز یې د ښاغلي محب الله صمیم له خوا د قومونو دانسجام او له حکومت سره د خلکو د واټن لنډولو په موخه د یوې طرحې چې په نږدې راتلونکې کې به پرې بحث وشي هم خبر ورکړ.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په لوګر او هرات ولایتونو کې له جمهوري نظام، د افغانانو تر منځ له خپل منځي خبرو، ملي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او د خلکو له خوا په اوربند باندې ټینګار ترسرلیک لاندې د سلګونه قومي مشرانو، مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو په ګډون د جوړوشویو جرګو په اړه رپوټ وړاندې کړ، ورپسې د ښوونې او روزنې ریاست استازي د وزارت اړوند لېسو او بایزید روښان انیستیتوت د تعلیمي کال د پای او زده کړو بهیر د څرنګوالي، د پلان او پالیسۍ رئیس خوست ولایت ته د وزارت له پرمختیایي پروژې څخه د نظارت په موخه د کاري سفر په اړه معلومات شریک کړل، ترڅنګ یې په یو شمېر متفرقه موضوعاتو هم بحث او لازمې پرېکړې او اړوند ریاستونو ته یې په اړه د کړنو لارښوونې وشوې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu