د خوشال خان عالي لېسې د اداري او تدریسي حالت ارزونه!

mobta-af
Tue, Oct 20 2020 1:44 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن سه شنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه له غرمې مخکې د وزارت اړوند خوشال خان عالي لېسې ته ورغی او هلته یې اداري او تدریسي چارې له نږدې وارزولې.

ښاغلي محب الله صمیم د لېسې له مشرتابه، ښوونکو او زده کوونکو سره د کتنې پر مهال ژمنه وکړه، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې به لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه راز یې له زده کوونکو وغوښتل، چې خپلو ښوونکو ته، چې د درناوي وړ دي درناوی ولري، له فرصتونو څخه د زده کړې د ترلاسه کولو لپاره ښه او پر ځای ګټه پورته او د علم او معرفت په زیور ځانونه سمبال کړي.

ښاغلي صمیم زده کوونکو ته په خطاب کې وویل: چې تاسو له سرحدي او ناامنو سیمو څخه دلته د زده کړې لپاره راغلي یاست باور لرم، چې یوه ورځ به په خپلو سیمو او د هېواد په نورو برخو او یا مرکز کې لوړ پوړي چارواکي یاست، چې موږ د هېواد په کچه له همدې لېسو څخه د فارغو زده کوونکو ډېرښه مثالونه لرو، چې له خپلې پوهې یې د هېواد د آبادۍ په لار کې پوره ګټه اخیستې ده سبا دا مسؤلیت ستاسو پر غاړه دی.

ښاغلي صمیم دا هم وویل: چې دا د وزارت او اړوندو لېسو لپاره لویه لاسته راوړنه ده، چې هر کال د دې لېسو د دولسمو ټولګیو فارغ زده کوونکي د کانکور ازموینې له لارې په لوړو نمرو د طب، انجینرۍ او نورو معیاري پوهنځیو ته لار پیدا کوي. موږ به هڅه وکړو، چې ستاسو لپاره بهرنیو هېوادونو ته هم د زده کړې ترسره کولو په موخه د بورسونو امکانات برابرکړو. هڅه به مو دا وي، چې تدریسي او اداري چارې لکه: څنګه چې اړتیا ده نوښت پکې راولو او په ټوله کې د ټولو چارو سمون او اصلاح ته عملي پاملرنه وکړو.

د یادونې وړ ده، چې زده کوونکو خپلې یو لړ ستونزې هم شریکې کړې، چې ښاغلي محب الله صمیم یې په اړه اړوندو ادارو ته د حل لارښوونه وکړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu