په کندهار کې د سولې مشورتي لويي جرګې له پرېکړو د ملاتړ او دایمي اوربند په موخه غونډه جوړه شوه.

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۹:۴۶
mobta

په دې غونډه کې, چې نن ددغه ولايت د غازي امان الله خان په تالار کې جوړه شوه، د کندهار والي حیات الله حیات ترڅنګ د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالی دستګیري، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس الحاج نیاز محمد امیري، د بېلابېلو ادارو رئیسانو، قومي او جهادي شخصیتونو، مدني فعالانو، مېرمنو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

په پیل کي د کندهار د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس عبدالرازق عابد د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، نور ولسونو له جګړې ستړي شوي او د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کي دایمي اوربند غواړي، څو په هېواد کې اوږده جګړه ختمه او د هېواد پرمختګ ته زمینه برابره شي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس الحاج نیازمحمد امیري وویل، دوی په ۲۳ ولایتونو کي د سولي مشورتي لويي جرګې له پرېکړو د ملاتړ او دایمي اوربند تامین په موخه غونډي جوړې کړې دي، چي د کرونا له امله تر اوږد ځنډ وروسته یې کندهار کي هم دغه غونډه جوړه کړه.

هغه وویل، اوربند د ټولو افغانانو هیله ده او باید د سولي مذاکراتي ټیمونو د اختلافاتو پرته پر دایمي اوربند موافقه وکړي.

وروسته کندهار والي حیات الله حیات د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت څخه مننه وکړه، چي د ۴۵ کلن ناورین د ختمولو لپاره هڅي کوي او ویې ویل، چي یوازي یوه اوونۍ کي دا د سولي او اوربند په موخه درېیمه غونډه ده، چي جوړېږي، تر څو ولس خپل حقیقي غوښتني تر نړیوالو ورسوي او سولي ته ورسیږي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، په تېر ۱۹ کلن جنګ کي چې افغانانو څومره قرباني ورکړې، دا یوازې د افغانستان د ساتني لپاره نه بلکي د ترهګرو څخه د نړۍ د ژغورلو په موخه ترسره شوي، ځکه خو نړۍوال مکلف دي، چي په دې اساس وضعیت کي له افغانستان سره هر ډول مرستو ته دوام ورکړي.

وروسته قومي مشرانو هر یوه څارنوال محمد عیسی خان، حاجي احمدخان اسلم، محمد ولي هوتک، جنرال عزت الله سرپاس، عبدالرحیم خان علېزي، ملک کمال الدین او ښځینه فعالې مریم دُرانۍ یو په بل پسې خبرو کی د سولي مشورتي لويي جرګې له پرېکړو ملاتړ څرګند کړ او د دایمي اوربند غوښتنه یې وکړه.

دوی سوله او سولي ته د رسېدو لپاره دایمي اوربند د روانو بدمرغیو د پای وباله ویې ویل، ښکېل اړخونو نور باید روان تاوتریخوالی د خبرو له لارې حل کړي.

غونډه په هېواد کې د سولې د ټينګښت په دعا سره پای ته ورسېده

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu