د افغانستان د روانو اوبو د مدیریت او د هېواد په ثبات یې د اغیز په اړه علمي او څیړنیز سیمینار جوړیدل.

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۷ - ۱۵:۳۸
mobta

 

تر یاد سرلیک لاندې علمي او څیړنیز سیمینار نن دو شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر ۱۷ نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست لخوا جوړ شو.

په دې سیمینار کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګواوقبایلي چارومعین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د وزارت سلاکارانو، رییسانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند محمد رسول باوري، د اراضی ادارې استازی ښاغلی احمد شاه سلطاني، د افغانستان د علومو اکادمۍ غړیو، علمي او فرهنګي شخصیتونو ، څیړونکو، قومي مشرانو ، خویندو، ځوانانو اوګڼ شمير میلمنو ګډون کړی و.

د یاد سیمینار په لومړۍ برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د افغانستان د جلالتماب جمهور ریس پیغام ولوست، په پیغام کې د دې مهمې موضوع ترسرلیک لاندې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د علمي او څیړنیز سیمینار د جوړېدو له امله مننه شوې وه او د افغانستان اوبه یې لويه شتمني بللې وه ، چې سم مدیریت یې د راتلونکو نسلونو په ژوند کې مهم رول لوبولای شي.

ښاغلي احمدزي پخپله وینا کې وویل: د موږ هېواد یو ستر غني هېواد دی، پریمانه اوبه لري، دا زموږ ملي شتمني ده ، په لګښت کې باید سپما وکړو اوپه سمه توګه ترې ګټه پورته کړو، دولت مصمم دی، چې اوبه مهار او سم مدیریت یې وشي ، باید په دې برخه کې عوام ، قومي مشران په ټوله کې ولس رغنده همکاري وکړي، ترڅو د برښنا په تولید ، کرهڼې ، د اقتصاد په پیاوړتیا او نورو برخو کې ترې سمه اوپرځای ګټه پورته کړو.

ورپسې د افغانستان اوبو د ملي ادارې او علومو اکاډمۍ په پیغامونو کې هم د انسانانو په ژوند سیاسي او اقتصادي ټیکاو کې د اوبو رول او وروستیو پرمختګونو ته اشاره شوې وه.

ټینګار شوي و، چې باید له اوبو څخه مناسبه ګټه پورته او په دې برخه کې لا ډېرې څیړني او عامه پوهاوی ترسره شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند محمد رسول باوري هم پخپلو خبرو کې وویل: چې ټول لرغوني تمدنونه د اوبو ترڅنګ زیږیدلي ، بېلابېلې ایدیا وې او نظریې هم له ځان سره رامنځته کړي دي، د ولسمشر د وینا یوې برخې ته یې اشاره وکړه ، (چې اوبه زموږ ابرو ده ) باید له مهارشویو اوبو څخه سمه استفاده وکړو. د اوبو د مدیریت یو اړخ دادی ، چې خوږې اوبه د هر انسان په خدمت کې وي. همدا راز یې د سیمینار جوړول د همکارۍ د منځته راتګ ، لوري ټاکلو او ستونزو ته د حل لارو د پیدا کولو ښه وسیله وګڼله.

ورپسې د وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریس ښاغلي جاوید احمد وفا هم په خپلو خبرو کې د نني سیمینار د جوړیدو او ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدا راز د سیمینار په دویمه علمي برخه کې، د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څیړونکو بورد غړي واحد جان مخلص ، د افغانستان د پنځه سندیزو حوزو ، دافغانستان علومو اکاډمۍ غړې څېړونکې آغلې مریم سادات د هېواد د سطحي اوبو د مدیریت لپاره د ستراتیژیکو کړنلارو د بررسۍ ، د وزارت سرحدي او قبایلي معلوماتو د انسجام پروژې د ظرفیت لوړونې متخصص ښاغلي دریا خان بهیر د افغانستان په اقتصاد کې د سرحدي اوبو د رول ، دیپلوم انجینر محمد مهدی یاوري د ( اوبه احساس کړو) اغلې ماجبین صافۍ د افغانستان د روانو اوبو د مدیریت شکلي او عملي تدابیرو ، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د تفتیش او بررسۍ د عمومي ریاست د پالیسي مرستیال ښاغلي ابراهیم تمیل د نړیوالو اصولو په رڼا کې د افغانستان د اوبو حقوق ، د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې د اوبو د عملیاتې واحد غړي ښاغلي برکت الله اریوبي د افغانستان د فرا مرزي اوبو په اړه د سیمه ییزې همکارۍ ، د څېړونکو د بورد غړو ښاغلي عبدالغفار رضایي د افغانستان په سیاسي ثبات او امنیت باندې د اوبو سیاست د اغیزو ، ښاغلي نوید احمد صادق د آمو سیند د تخریباتو او د تحقیق او مطالعاتو ریس ښاغلي جاوید احمد وفا داقلیم د بدلون ، داوبود کمښت اوامنیتي ستونزې ترسرلیکونولاندې پخپلو علمي او څیړنیزو مقالو کې په هر اړخیزه توګه د سطحی او ځمکې لاندې اوبو د څرنګوالي ، ظرفیت ، ارزښت د اوبو د مدیریت په برخه کې د امنیتي او طبعي ننګونواووروستیوپرمختګونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، د اوبو مدیریت يي د هېواد د پرمختګ او انساني ژوند لپاره اړین وباله.سمیناردیوپریکړه لیک په صادرېدوپای ته ورسېد.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu