په هیواد او په خاصه توګه جنوب لویدیځې دقومونو او مشرانو تر مینځ پر یووالی ټینګار!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۱۱:۳۷
mobta

 

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن ماښام په خپل استوګنځي کې په داسې حال کې چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي داکټر فریدون بارکزی هم حاضرو، د هېواد د جنوب لوېدېځې حوزې له ولسی استازو ، قومی مشرانو، مخورو او سیاسیونو سره وکتل.

په دې کتنه کې د هلمند ولایت په ولسی جرګه کی پخوانۍ استازی او جهادی شخصیت ښاغلی میرولۍ همت ، د هلمند اوارزګان ولایتونود ولایتي شورا محترمو ریسانو او غړو، جنوب لوېدېځې حوزې قومي مشرانو، د ۱۰۱مې فرقې درستیزوال تورنجنرال عبدالرزاق شېرزی ګډون درلود د هېواد په تېره بیا د جنوب لوېديځې حوزې د ولایتونو په روان سیاسی او امنیتی وضعیت څرګندونې او بحثونه وسول.

محترم شیرزی صاحب وفرومایل:

افغانستان او په خاصه توګه کندهار چی د هیواد سیاسی پلازمینه بلل کیږی او یاده حوزه او هلته میشت درانه قومونه تر هر وخت زیات یووالې او اتحاد ته ضرورت لری تر څو پدی نازکو شیبو کی هم د یادی حوزی او هم د هیواد دستونزو په کابو کولو کښی خپل رغنده او تاریخی رول ادا کړی.

په پای کې د سولې د ټينګښت، او د قومونو د انسجام په برخو کې د سرحدونو او قبايلو چارو د محترم وزير هلې ځلې وستايل شوې او یادو مشرانو د جنوب لویدیځې حوزی پر

ولسونو هم غږ وکړ، چي د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره ټول میشت درانه قومونه په اتفاق سره غږ پورته کړي . او د سلا مشورو او نظریاتو د تبادلې په موخه دغه شان نوري غونډي هم جوړي شي.

تل دی وی افغانستان

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu