دجنوب لوېديځې حوزې له قومي مشرانو سره د هېواد د روانو حالاتو او سولې د خبرو اترو په اړه سلامشورې وشوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۱ - ۹:۱
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن د روان لمريز کال د غبرګولي په 18مه نېټه په کابل کې په خپل مېلمستون کې د جنوب لوېدېځې حوزې له قومي مشرانو، وکيلانو، بانفوذه او مطرحو سياسيونو، مخورو، ټولنيزو فعالانو سره په کتنه کې د هېواد د روانو حالاتو او په راتلونکو بين الافغاني خبرو اترو کې د قومي مشرانو او مخورو د رول په اړه مشورتي غونډه وکړه.

د غونډې په پيل کې د سرحدونو او قبايلو چارو محترم وزير سوله د افغانانو اساسي اړتيا وبلله او د بين الافغاني خبرو اترو د ژر پيلېدو او سولې په ټينګښت کې د قومي مشرانو د رول پر اغېزمنتيا باندې ټينګار وکړ.

د غونډې ټولو ګډونوالو په يوه غږ د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې د ښاغلي شېرزي هلې ځلې وستايلې او ډاډ يې ورکړ، چې په خپل ټول توان او نفوذ سره به په دې برخه کې هاند او هڅه وکړي.

نوموړو دغه راز پر طالبانو هم غږ وکړ، چې له افغان دولت او ملت سره اوربند وکړي او بين الافغاني خبرو اترو ته لبيک ووايي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu