د چارو په چټکوالي او جدیت ټینګار

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۴:۴۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په ادارې مجلس کې، چې نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې پر ۱۴ مه نېټه د مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله په مشرۍ جوړ اود چارو په چټکوالي او جدیت ټینګار وشو.
مجلس د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شو په سرکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي موربي بي ته چې تېره شپه په حق رسیدلې د مغفرت او بخښنې دعا وشوه.

ورپسې مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله د ترسره شویو ولسمشریزو ټاکنو د مثبتو او بې ستونزو پایلو هیله وکړه . همدا راز یې د تدارکاتي حوالو اونورو سندونو د طی مراحل په برخه کې د وزارت اړوندو ریاستونو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې وی ویل: چې باید باید اړتیاوې ډلبندۍ او په اړه یې د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره پر وخت کړنې ترسره شي.

د وزارت مالي او حسابي رئيس د وزارت د عادي او پرمختیایي بودجو د لګښت د څرنګوالي او د لومړیتوب پر بنسټ د پېسو د لګښت له لومړي قسم څخه دوم قسم ته د تعدیل په اړه د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئيس له پلان سره سم د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د جوړ شویو جرګو او همدا راز د راتلونکو جرګو لپاره د بودجې د اسنادو د طې مراحل کولو په څرنګوالي، د مقام د دفتر رئیس هم پر وخت د حوالو او لګښتونو د اسنادو په ترتیبولو او کاري پړاوونوپه طی کولو او په دې برخه کې د ځینو ریاستونو له خوا د ناغیړۍ په اړه خبرې وکړې. وې ویل: باید په دې برخه کې عملي او چټک کار وشي.

د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې باید اړوند ریاستونه د خپلو لایحو مسؤلیتونو مطابق خپلې چارې پر وخت ترسره کړي او همدا راز د حوالو او اسنادو د بشپړېدو مراحل تر وروستیو تعقیب کړي.

. د مجلس په وروستیو کې مالي او حسابي معین په جدي توګه له اړوند ریاستونو څخه و غوښتل، چې ټو نا اجرا شوي د حوالو او نور اسناد مالي او حسابي ریاست ته واستوي، تر څو په اړه یې اجراات ترسره شي او هم د تدارکاتو، پلان مالي او حسابي ریاستونه په دې برخه کې په همغږۍ توګه سره کار وکړي.

مجلس د چارو د چټکوالي، ستونزو د حل او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه بحث او پریکړې وکړې. بیا بیا یې په ټینګار ځینو ریاستونو ته د اړتیاوو د اولویت بندۍ او د اسنادو د طی مراحل او بشپړیدو سپارښتنه وکړه.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل با تحلیلگران سیاسی، متنفذین قومی و استادان پوهنتون دیدار نمودند

پنج‌شنبه، ۲۲ شوال ۱۴۴۷
الحاج ملا نورالله نوری، وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل، قبل از ظهر دیروز با شماری از تحلیلگران سیاسی، متنفذین قومی و استادان پوهنتون‌ها در دفتر کار خویش دیدار
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

BACK TO NEWS

User account menu