د پکتیکا ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له لورې د پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځ ولمانځل شوه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۱۳:۲۶
mobta

دغه څرګندونې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې لمانځنې په مهال د پکتیکا ولایت قومي مشرانو وکړې .
په دې هکله جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي انجنیر شیربادشاه اورګوني ، د ادارو یو شمېر رئیسانو ، قومي مشرانو ، علماَکرامو او ځوانانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآنکریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ، وروسته د هیواد ملي سرود وغږول شو، ورپسې د پکتیکا ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس خان محمد پکتین په خپله د ښه راغلاست وینا کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځي په تاریخي لرلید لنډه رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې دغه ورځ له ۱۳۲۸ کال یعني له تېرو اویا کلونو څخه د پغمان د تاریخي جرګې د جوړیدو څخه راوروسته د افغانستان د حکومت او ولسونو له لورې هرکال په شور او ولولو سره لمانځل کیږی ، چې په لمانځنې سره یې زموږ د قومونو ترمنځ د یووالي او ورورولي جذبه لاپیاوړې کیږی ، او زموږ د ولس تاریخی او ملي داعیې په هکله زموږ اراده لا غښتلې کیږی ، د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس د خپلې وینا په پای کې د پکتیکا ولسونه او قومي مشران لا یووالي ته راوبلل او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې په ټولو ملي پروسو کې خپل بنسټیز رول ادا کړی ، د سولی په برخه کې خپل ټاکل شوې حکومت ته ښې مشورې ورکړي ، همدارنګه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخه برخه واخلي.

ورپسې د پکتیکا ولایت مرستیال والي ښاغلي انجنیر شیربادشاه اورګوني په خپله وینا کې د پښتنو او بلوڅو وروڼو ترمنځ تاریخي ورورولي او یووالي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان په تاریخ کې ټول قومونه تل په ښه او بده ورځ د یو بل په څنګ کې دریدلي دي او خپله وروولي یې تل دوامداره ساتلې ده ، او زیاته یې کړه چې زموږ بریا زموږ په یووالي کې ده او موږ تل له خپلو وروڼو قومونو سره یو او د هغوی له حقوقو څخه به دفاع کوو ، اورګوني د پکتیکا ولسونه او قومي مشران یووالي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخه برخه اخیستنې ته راوبلل ، او ویې ویل چې که چیرته تاسو غواړئ چې ښه حکومت ولرئ نو راشئ خپله یې وټاکئ او دغه فرصت تاسو په هر پنځو کلونو کې درکول کیږي ، چې تاسو باید ترینه سالمه ګټه واخلئ.

وروسته بیا د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي امان الله خپلواک په خپله وینا کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ یوه مهمه او تاریخي ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې دا ورځ زموږ لپاره د خپلو محرومو وروڼو پښتنو او بلوڅو سره د خواخوږي او یووالي ورځ ده ځکه هغوي چې له تیرې یوې پیړئ څخه په محرومیت او د ژوند له خپلو لمړنیو حقوقو څخه بې برخې دی ، دوی زموږ همدردی او همغږی ته اړتیا لری او ویې ویل چې پښتنو او بلوڅو تل د ډیورنډ پورې غاړه د خپلو حقوقو څخه د دفاع غږ اوچت کړی دی او په دې لاره کې یې زیاتي قربانۍ ورکړیدی لکه باچاخان بابا ، عبدالصمدخان ، اکبربګټی او نورو په زرهاو پښتنو او بلوڅو په دې لاره مبارزه کړي ده.

ورپسې د جنوبي قومونو د یووالي شورا رئیس حاجي سید محمد خان خبرې وکړي او د پښتنو او بلوڅو د یووالي ورځ یې د افغانستان د ټولو قومونو لپاره د یووالی او ورورولي ښه موقع وبلله او زیاته یې کړه چې موږ همیشه د خپلو وروڼو قومونو سره په ځانګړې توګه د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړي قبایلې سیمو پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د یووالي غږ کړی او کوو یې او د هغوی له حقوقو څخه ملاتړ کوو او په څنګ کې یې ولاړ یو.

له هغه وروسته د پکتیکا د کټواز سیمي قومي مشر الحاج ګلاخان په خپله وینا کې د افغانستان ټولو ولسونو ته د دغې ویاړلې ورځي مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې ددغې ورځی لمانځنه زمونږ تاریخي ویاړ دی او موږ له خپلو بلوڅو او پښتنو وروڼو سره د تاریخ په اوږدو کې ملاتړي پاتي شوي یو ، او اوس یې هم ملاتړ کوو . هغه زیاته کړه چې ولسونو د ملي ورځو په لمانځنه کې باید تل برخه واخلي او تل سره راټول شي ترڅو خپل تاریخ ژوندی وساتي ، ورپسې د پکتیکا ولایت یوتن قومي مشر مدثرلنګرخېل خبري وکړي او د افغانستان ټول قومونه یې یووالي او د خپلې تاریخي عنعني جرګو مرکو د لاپراختیا او غښتلتیا دودولو ته راوبلل .ورپسې یوه ملي ترانه وغږول شوه چې :
اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
وروسته د افغانستان د سولی کاروان مشر ښاغلي محمد اقبال خیبر وینا وکړه او له خپلو محرومو وروڼو قومونو پښتنو او بلوڅو سره یې د همدردۍ اظهار وکړ او زیاته یې کړه د بلوڅو له ستر مبارز مشر اکبرخان بګټی او نورو بلوڅو او پښتنو مبارزینو سره شوي ظلمونه د هیرولو نه دي ، او موږ به خپلو وروڼو قومونو ته د خپلو حقونو تر رسېدو پوري هیڅ کله چپ پاتي نه شو.

په آخر کې غونډه د مولوی صاحب غازي لخوا د سولئېز ، سرلوړي ، سوکاله او متحد لوی افغانستان په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu