د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اداري مجلس د۱۳۹۸ لمریز کال د زمري پر۱۴ نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي په مشرۍ جوړ شو

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۱:۳۰
mobta

ورپسې د سرحدي څېړنو معین ښاغلي محمد اصف قاضي زاده د وزیرانو شورا په غونډه کې د بحث شویو موضوعګانو په اړه معلومات وړاندې کړل:وې ویل:چې هېڅ دولتي کارکوونکی نشي کولای،چې په رسمي وختونو کې په کمپاینونو کې برخه واخلي.
همدا راز مالي او حسابي ریاست سرپرست د عادي او انکشافي بودجو د لګښت او سلنې په اړه معلومات ورکړل.ټینګاریې پردې و،چې د بودجې د سلنې د لوړېدو لپاره دې کارونه چټک شي،دجرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس د پکتیکا ولایت د ارګون په سرحدي ولسوالۍ کې۷۰۰ تنو قومي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون د یوې جرګې د بریالي ترسره کېدلو او پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل او په بېلا بېلو برخو کې هلته د ولسونوله استازو څخه راټول کړي وړاندیزونه او غوښتنې له ښاغلي شېرزي سره شریک کړل،دداخلي پلټنو رئیس هم د بېلا بېلو چارو د سمون او نیمګړتیاوو د پوره کېدو لپاره ځینې وړاندیزونه چې د ښاغلي شېرزي لخواهم سم وبلل شول وړاندې کړل او هغه ته یې په دې برخه کې د پلټنو سپارښتنه وکړه.
همدا راز مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي هم پروخت د تدارکاتي مسایلو پرحل، د تدارکاتو قانون او طرزالمعل سره سم د تدارکاتي چارو په سمون او پرمخ بیولو ټینګارو کړ.
ښاغلي بارکزي دا هم وویل: چې اړوند ریاستونه دې له ادارې بهر راستول شوي مکتبونه له وزیر صاحب او ریاست دفتر سره شریک اوله مشورې وروسته ته اجراات وکړي.
په وروستیو کې د مقام دفتر رئیس د وزارت دلایحو ، قواعدو،کړنلارې،ستراتیژۍ،مقررې،پالیسۍ او ستراتیژیک پنځه کلن پلان په برخو کې د ټاکل شوې کمیټې څخه هیله وکړه چې په دې برخه کې د کار د څرنګوالي په اړه له مقام سره خپل معلومات شریک کړي.
په ټوله کې مجلس د تدارکاتي چارو په سمون،اصلاح او په دې برخو کې په قانوني کړنو، د پراختیایي او عادي بودجو پر وخت لګونې،پر وخت د اسنادود پړاویز بهیر په ترسره کېدو،د پیر،ارزیابۍ او معاینې پلاووته د تدارکاتو په برخه کې د پوهاوي په ورکولو ټینګار وکړ.تر بحث وروسته یې اړوند ادارو ته د اجرااتو سپارښتنه وکړه.

د بشري زیرمو رئیس د جمهوري ریاست مقام هغه حکم ولوست،چې له مخې په دې وزارت کې ښاغلي ډاکتر فضل کریم د قومونو په برخه کې د سلا کار په توګه ټاکل شوی و،او مجلس ته معرفي شو

mobta
د غونډې په وروستیو شیبو کې د تحقیق او مطالعاتو او د سرحدي څېړنو ریسان ښاغلي جاوید احمد وفا او ښاغلي داور ته چې څه موده مخکې یې د چین په یو پوهنتون کې کنفرانس په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او لومړی مقام او وزارت ته یې ویاړ راوړ د محترم وزیر صاحب له خوا په تقدیر لیکونو وویاړل شول.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu