په کونړ کې د ۲۸ کلنې دښمنۍ پخلاینه 

haqani_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۲
په کونړ کې د ۲۸ کلنې دښمنۍ پخلاینه 

یکشنبه/۲۰/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په ګل سلک کلي کې ۲۸ کلنه مرګونې دښمنۍ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي تحمیدالله غازي، سیمه ییزو مسؤلینو، علماءکرامو او مصلحینو په منځګړیتوب حل شوه.  

دغه بدي چې د دوو کورنیو ترمنځ د فزیکي اخ و ډب پرمهال پکې دوه تنه وژل شوي وو، له اوږدې مودې راهیسې یې د ښکېلو خواوو ترمنځ ډېر جنجالونه رامنځته کړي وو، چې له نېکه مرغه د مسؤلینو او قومي مشرانو په هلوځلو د یوې ناستې په ترڅ کې په دوستي بدله شوه. 

د یادې بدي د پخلاینې په موخه په رابلل شوې غونډه کې مسؤلینو، قومي مشرانو او متنفذینو د عفوې، ورورولۍ او وحدت پر ارزښتونو ټینګار وکړ او خلک یې د  د ولسي شخړو د سوله‌ییز حل او یو بل منلو ته راوبلل. قومي مشرانو دغه راز د شخړو حل په برخه کې د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلینو له هڅو ستاينه وکړه او د شخړو حل یې د ټولني د اصلاح یوه مهمه برخه وبلله. 

د غونډې په پای کې د طرفینو ترمنځ د سولې پرېکړه وارول شوه او د دواړو لوري له رضایت وروسته دواړه لوري یو بل ته غاړه غاړه شول، چې په دې سره یې اوږدمهاله کینه او دښمني پای ته ورسېده او غونډه د دعائیې په کلیماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۳:۴۹
Background image

((وقت آن می آید، که یک روز افغان‌های مظلوم جهان را نجات می دهند))

چهارشنبه ۳۰ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

این سخنان را مولوی عنایت شجاع معین بررسی سرحدی وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل  درنشستی که از سوی این وزارت  تحت عنوان نفاذ شریعت زیر جتر نظام اسلامی و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

نشست  تطبیق شریعت و هماهنگی با مردم  در چوکات  نظام اسلامی در ولایت تخار 

یکشنبه، ۲۰ جمادی الأولی  ۱۴۴۸

وزارت امور سرحدات، اقوام  و قبایل به ادامه برګزاری نشست های  خویش به هدف تطبیق احکام شرعی وهماهنگی با مردم  در  ولایات، نشستی را با نمایندگان اقشار مختلف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

تدویر نشست نفاذ شریعت اسلامی و هماهنگی میان مردم در ولسوالی استالف کابل

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

وزارت امور سرحدات، اقوام وقبایل به  رهبری مولوی محمد آجان رهبر رئیس جرگه ها و هماهنگی  امور قبایل این وزارت، نشست بزرگ مردمی  را تحت عنوان تنفیذ شریعت. . .

BACK TO NEWS

User account menu