په کندز او بدخشان کې د مسؤلينو له لوري د جلاجلا شخړو حل
يکشنبه ۱۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په خان آباد ولسوالي کې د يوې مېرمنې د ټپي کېدو له امله راپورته شوې شخړه د سولې او تفاهم له لاري په دوستي او ورورولي بدله شوه.
د يادې رامنځته شوې شخړې په صورت کې دواړو لوريو ته ګڼې کورنۍ او خپلمنځي ستونزې راپورته شوې وې، چې د ا.ا.ا مسؤلينو په منځګړيتوب د خبرو اترو له لارې پای ته ورسېدې.
همداراز د بخشان ولايت د ياوان او ارغستان ولسواليو د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يو لړ حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی اختلافات يې را ولاړ کړي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو او قومي مشرانو په ګډه همکاري په سوله ييزه توګه حل او فصل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو ولايتي رياستونو او محلي ادارو په همغږۍ هره ورځ د هېواد په مختلفو سيمو کې دې ته ورته شخړې او دښمنۍ هواروي ترڅو خلکو ته د ارام او هوسا ژوند زمينه برابره شي.
