بادغيس کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۵ کلنه خونړۍ شخړه حل او فصل شوه

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۵۳
بادغيس کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۵ کلنه خونړۍ شخړه حل او فصل شوه

 

چهارشنبه ۲۸ جمادی الأولی۱۴۴۷ 

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يوه پلاوي په منځګړيتوب په بادغيس ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ نيږدي ۳۵ کلنه اوږدمهاله او خونړۍ شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه. ياد پلاوی، چې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع‌الله ثاقب په مشري او د وزارت له نورو مسؤلینو څخه جوړ شوی وو د شخړې د حل په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ او د کلونو کلونو دښمني ته يې د پای ټکی کيښود.

د دغه شخړې د حل په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته د بادغيس والي، سيمه‌ييزو مشرانو، دیني عالمانو او د اسلامي امارت منسوبینو په خپلو خبرو کې وويل: افغانستان د اوږدو جګړو له امله د کورنيو دښمنيو شاهد پاتې شوی، خو د اسلامي امارت په حاکميت سره اوس د شخړو د حل او ټولنيز ثبات هڅې پياوړې شوې دي. دوی زیاته کړه، چې قومي او ژبني اختلافات کمزوري شوي او د شريعت په رڼا کې د شخړو د هواري لړۍ په چټکۍ روانه ده، چې د همدې هڅو په پایله کې دغه دی نن د درې لسیزو شخړه پای ته ورسيده.

ياده شخړه، چې د بادغيس ولايت غورماچ ولسوالي په تخت خاتون سيمه کې د یوې حقوقي موضوع پر سر رامنځته شوې وه له دواړو لورو څخه لس تنه پکې وژل شوي او پراخ مالي زیانونه یې اړولي وو، چې د مسؤلينو د مسلسلو هڅو په نتیجه کې دواړه خواوې د سولې په ټغر سره کيناستلې او د ورورولۍ ژمنتیاوې یې یو ځل بیا تازه کړې. په پای کې د دواړو قومونو استازو د وزارت له مسؤلینو مننه وکړه او ويې ويل: درې لسیزې کړاوونه، سختې او تربګنۍ یې تېرې کړلې خو اوس الحمدلله د اسلامي امارت په منځګړيتوب بېرته د ورورولۍ، امن او ګډ ژوند تر سره کولو ته را وګرځيدل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu