د غزني، پکتيا او پکتيکا ولايتونو له يو شمېر قومي مخورو سره ليدنه

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۸:۵۶
شخړه

 

شنبه ۱ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير الحاج ملا نور الله نوري نن مخکې له غرمې په خپل کاري دفتر کې د غزني، پکتيا او پکتيکا ولايتونو له يو شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو سره وکتل.

د دغې کتنې پرمهال قومي مشرانو د اسلامي امارت د کلک ملاتړ ترڅنک دا نظام د ولسونو د يووالي او هوساينې لپاره مهم وباله او په ساتنه کې يي د دې خاورې هر وګړی مسؤل ياد کړ. دوی همداراز له ښاغلي نوري سره خپلې سيمه ييزې ستونزې ، چې پکې زده کړو ته لاس رسی ، رغنيزې چارې او روغتيا برخه شامله وه شريکې کړې او د حل په موخه يي د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه. 

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي نوري يادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلامي نظام پر حاکميت کې د ولسونو جهادي قربانۍ وستايلې. نوموړي د قومونو ترمنځ په اتحاد، اتفاق او يووالي ټينګار وکړ او همدا راز يې د ورغليو قومي مشرانو د ستونزو د حل په موخه ډاډ هم څرګند کړ. هغه ژمنه وکړه، چې د دغو قومي سپين ږيرو ستونزې به د حل لپاره تر لوړ رتبه مشرانو ورسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu